به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د افغانستان لپاره سترې نړيوالې غونډې ( ۱۳۸۰ ل – ۱۳۸۸ ل )

سال

: 2020.11.07

ګروه ها

: حقوق و علوم سیاسی

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 95

کد فایل

: 545

مقطع

: لیسانس

 سریزه: لکه څرنګه چې مخکې مو يادونه وکړه چې زمونږ د ليکنې موضوع ستر نړيوال  کنفرانسونه دي نو له همدې کبله يواځې د مهمو او لويو کنفرانسونو څخه دلته يادونه کوو ځکه د افغانستان لپاره په نړيواله سطه زياتې غونډې او کنفرانسونه جوړشوي د بيلګې په توګه د يوکنفرانس څخه دلته يادونه کوو: ( د افغانستان دمرستو د څارنې او همغږيتوب لپاره مشترک کميسيون ) په نوم کنفرانس چې د آلمان پايتخت برلين کې يې ددوه ورځو لپاره دوام درلود، د ۱۳۸۵ ه ل کال د سلواغې په لسمه د شنبې په ورځ چې د ۲۰۰۷ م کال د جنوري د ۳۰ نېټې سره سمون خوري د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير او د افغانستا ن د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا په ويناوو سره د غرمې څخه وروسته پرانستل شو.او وروسته له هغه يې د بندو دروازو تر شا خپل کار ته  دوام ورکړ. شتاين ماير چې په دې کنفرانس کې د جلسې رياست د نړۍ د لويو صنعتي هېوادونو يا  G8  په استازيتوب په غاړه درلود په داسې حال کې چې په تېرو پنځو کلونو کې يې په افغانستان کې د اساسي بدلونونو څخه يا دونه وکړه ويې ويل : بايد له ياده ونه باسو چې طالبان په ا فغا نستان کې بيا قوي شوي په ځانګړي ډول د ا فغانستان په جنوب کې په يوې لويې امنيتي ستونزې بدل شوي . فرانک والتر شتاين ماير د اساسي قانون تصويب ، د ولسمشرۍ او پا رلماني ټول ټاکنو تر سره کول د تېرو کلونو د کاميابيو او لاسته راوړنو څخه وبللې. ليکن هغه يادونه وکړه چې د مخدره موادو کرل او توليد په ځانګړي ډول په تېرکال کې په افغانستان کې ډېرشوي چې دا پخپله دا فغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې لپاره يوه لويه ستونزه ده . هغه په دۍ لړ کې په افغانستان کې د اداري فساد څخه يادونه وکړه او ددې ناوړې ټولنيزې پديدې سره مبارزه يې يو ضروري کار وګاڼه . د آلمان د بهرنيوچارو وزير افغاني هيئت ته په خطاب کې وويل چې له افغاني دوستانو سره زمونږ ژمنه داده چې هغوي به يوازې نه پريږدو، خو په همدې ډول له هغوي څخه داتمه لرو چې کوم اصلاحاتي پروګرامونه چې شروع شوي په پوره هڅې سره تعقيب کړي .همدارنګه شتاين ماير وويل : چې د افغانستان له خلکوسره زمونږ د مرستې څخه هدف داده چې ددغه هېواد خلک په سوله او د قانون د حاکميت لاندې ژوند وکړي. رنګين دادفر سپنتا د افغانستان د بهرنيوچارو وزير چې د افغاني هئيت مشري يې کوله د خپلو خبروپه لړ کې ددواړوهېوادونو تر منځ د پخوانيو او ښو اړيکو څخه يادونه وکړه او آلمان يې د ا فغانستان په بيا جوړولوکې يود مهمو مرسته کوونکوڅخه وباله.سپنتا په افغانستان کې د ثبات په راوستلو او ددموکراسي په ټينګښت کې د آلمان رول وستايه.

.

 فهرست

لمړنئ خبرې     - 1 -

سريزه    - 5 -

لمړی فصل        - 7 -

دبن غونډه ( کنفرانس )   - 7 -

لمړی مبحث: د بن تړون - 7 -

دويم مبحث :دوه لويې جرګې او د هېواد حاکميت په درې پړاونوکې - 8 -

لمړی جز:بېړنۍ لويه جرګه (ELJ) - 8 -

دويم جز:د اساسي قانون لويه جرګه (CLJ)           - 9 -

دريم جز : د هېواد حاکميت په درې پړاونو کې      - 10 -

دريم مبحث: د بن کنفرانس ته يوه کتنه    - 10 -

تبصره    - 21 -

دويم فصل         - 26 -

د ټوکيو غونډه ( کنفرانس )          - 26 -

لمړی مبحث:د توکيو لمړۍ غونډه - 26 -

دويم مبحث:د توکيو دويمه غونډه - 26 -

دريم فصل         - 29 -

د برلين غونډه (کنفرانس)            - 29 -

د برلين اعلاميه  - 30 -

تبصره    - 31 -

څلورم فصل       - 34 -

د لندن غونډه ( کنفرانس )          - 34 -

لمړی مبحث :د لندن د کنفرانس توپير د تېرو کنفرانسونو سره او ورڅخه هيلې:         - 34 -

دويم مبحث:د افغانستان تړون ليک او د هغه بشپړمتن :     - 39 -

لمړی جز:د افغانستان تړون ليک - 40 -

دويم جز :د افغانستان د تړون ليک بشپړ متن        - 41 -

پنځم فصل        - 61 -

د روم غونډه ( کنفرانس ) - 61 -

د عدلي سکتور سمون (JSR )      - 61 -

شپږم فصل        - 64 -

د پاريس غونډه ( کنفرانس )        - 64 -

لمړی مبحث :د پاريس د کنفرانس توضيح:           - 64 -

دويم مبحث :د پاريس د کنفرانس پرېکړې او د هېواد راتلونکې پرمختيايي ستراتېژي :           - 65 -

اووم فصل          - 70 -

د لندن غونډه ( کنفرانس )          - 70 -

لمړی مبحث :د لندن د غونډې بهير         - 71 -

دويم مبحث:د افغانستان په باب د لندن د کنفرانس پرېکړه ليک     - 77 -

پايله      - 88 -

اخذ ليکونه        - 91 -

 

ماخذ او منابع

1)      يون  محمد اسماعيل ،بېړنۍ لويه جرګه - ولسواکي او خپلواکي ، يون کلتوري يون ۱۳۸۷ ل .

2)       (الف څخه تر يا) افغانستان سره د مرستو لپاره لارښود کتاب،کابل – areu دافغانستان د څېړنې او ارزونې اداره ، خپرونکی ( د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره ) ۱۳۸۸ ل.

3)      د ستراتېژيکومطالعاتو فصلنامه، پنځلسمه او شپاړلسمه ګڼه، کابل د بهرنيو چارو وزارت – د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز، خپرونکی ( کابل د بهرنيو چارو وزارت – د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز ) ، ۱۳۸۷ ل .

4)      ملي راديو تلويزون ، باختر آژانس .

5)      سايټ google.com)  (www.انټرنټ .

6)      سايټ BBC.COM)  www.  (انټرنټ.    

 

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059